پلازمېنه کابل کې غلو پر یوې مدني فعالې د بوکس پنجو برید کړی او هغه یې ټپي کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د وري ۱۶ مه د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې د ۱۵ بلاک په سیمه کې شوې ده.
عیني شاهدان وايي، موټر سایکل سپرو غلو پر مدني فعالې فاطمې یوسفزی د بوکس پنجو ګذارونه کړي او هغه یې سخته ټپي کړې ده.
دوی وايي، غلو غڅه کوله، چې د مېرمن یوسفزۍ تلېفون او لاسي بکسه وتښتوي خو بریالي نه شول او له سیمې وتښېدل.
بله خوا فاطمې یوسفزۍ ویلي، امنیتي مسؤلین باید د سیمې په امن کولو کې خپل مسؤلیت ادا کړي او د ورته پېښو مخنیوی دې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل