۰

ننګرهار کې چاودنې شپږ تنه ټپیان کړل

دوشنبه ۶ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۳
ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ملي اردو په موټر چاودنې شپږ تنه ټپیان کړي دي.
ننګرهار کې چاودنې شپږ تنه ټپیان کړل
ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ملي اردو په موټر چاودنې شپږ تنه ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د غوايي ۶ مه د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې د عبدالوکیل لېسې ته څېرمه د ملي اردو پر رنجر موټر شوې.

امنیتي سرچینې او عیني شاهدان یوازې د چاودنې پخلی او په کې د یو شمېر سرتېرو او ملکیانو د تپي کېدو پخلی کوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

ولې د ننګرهار د حوزوي روغتون یوې سرچینې ویلي، دوی ته د پېښې له ځایه دوه سرتېري او څلور ملکي ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي