۰
خلیلزاد:

د طالبانو د کابل نیولو اندېښنه بې ځایه ده، پاکستان سند لاسلیک کړی، چې امارت باید بیا رانه شي

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۸
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، که طالبان د زور له لارې د واک تر لاسه کولو په لټه کې وي، نو د انزوا، سیمه ییزو او نړیوالو مخالفتونو او بندیزونو سره به مخ شي.
د طالبانو د کابل نیولو اندېښنه بې ځایه ده، پاکستان سند لاسلیک کړی، چې امارت باید بیا رانه شي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، که طالبان د زور له لارې د واک تر لاسه کولو په لټه کې وي، نو د انزوا، سیمه ییزو او نړیوالو مخالفتونو او بندیزونو سره به مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غوايي ۲۸ مه چې د می ۱۸ مه وه د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې په استماعیه غونده کې کړې دي.

نوموړي امریکایي سناتورانو ته خبرو کې ویلي، طالبان کولی شي د مذاکراتو او سولې لار غوره کړي، د یوه مطرح سیاسي غروځنګ په حیث رامنځ ته او د یوې داسې راتلونکې یوه برخه شي، چې د نړیوالې ټولنې له درناوي نه برخوردار وي.

خو ټینګار یې وکړ، چې که د طالبانو ډله د زور له لارې د واک د ترلاسه کولو په لټه کې وي، د انزوا، سیمه ییزو او نړیوالو مخالفتونو او بندیزونو سره به مخامخ شي.

خلیلزاد د سناتورانو د دغه اندېښنې په ځواب کې چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان په خپلو ژمنو ونه درېږي حکومت به نسکور او کابل به ونیسي، و ویل، دا اندېښنه بې ځایه ده چې طالبان به بیا کابل ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان جګړې او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لپاره هېڅ دلیل نه لري.

دی وایي، طالبان یوه داسې سیاسي هوکړه غواړي چې له مخې یې هغوی ته په نړیواله کچه رواتوب یا مشروعیت ورکړل شي او د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا پرې لګول شوي بندیزونه لري شي.

ده و ویل«که طالبان له پوځي لارې د واک ترلاسولو لار غوره کړي، نو منزوي به شي، له سیمه ییز او نړیوال مخالفت او بندیزونو سره به مخامخ شي، له افغان حکومت او افغان ځواکونو نه به د امریکا او د متحدینو ملاتړ دوام لري.»

د امریکا ځانګړي استازي د افغان سولې په بهیر کې د اسلام اباد رول مهم وباله او ویې ویل چې پاکستان باید دغه رول ادا کړي.

خلیلزاد وايي، امریکا له پاکستاني مشرانو سره په نژدي اړیکه کې ده او فشار پرې اچوي چې پر طالبانو له خپل پام وړ نفوذ نه کار واخلي چې تاوتریخوالی کم کړي او د خبرو له لارې د حل لارې ملاتړ وکړي.

نوموړي ویلي«زه ګومان کوم پاکستان په دې پوهېږي چې په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه د پاکستان په ګټه نه ده. کله چې خبره په دیپلوماتیکه حل لاره کې د پاکستان د رول په اړه کېږي نو پاکستان په دې برخه کې یو ځانګړی مسوولیت لري.»

خلیلزاد وايي، که افغانستان د یوې اوږدې جګړې په لور لاړ شي نو پاکستان به هم ترې اغیزمن شي او پړه به یې پر پاکستان اچول کېږي.

دی وايي، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال باجوه وايي چې خپله تګلاره یې بدله کړې او تر ټولو ښه لاره د سولې او جوړجاړي ده.

هغه دا هم ویلي، پاکستاني چارواکو یو سند لاسلیک کړی چې امارت باید بیا رانشي او افغانستان کې سیاسي واک باید له پوځي لارې ونه لېږدي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد و ویل، امریکا هیله منه ده چې پاکستان خپلې ژمنې پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي