۰

دفاع وزرات: په ۲۴ ساعتونو کې ۴ سوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۵ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۰
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې د کابو ۴۰۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزرات: په ۲۴ ساعتونو کې ۴ سوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې د کابو ۴۰۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د چنګاښ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ غزني، لوګر، کندهار، هلمند، فاریاب، کندوز، بغلان، بدخشان او کابل کې جګړې شوې دي.

ملي دفاع وزرات وایي، په دغه جګړو او عملیاتو کې ۲۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۳۷ ټپیان او ۱۲ نور ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت په جګړو او عملیاتو کې له طالبانو د ګڼو وسلو او مهماتو د نیولو او له منځه وړلو هم ویلي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي