۰

هلمند کې د افغان پوځ یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

سی شنبه ۵ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۴
سویل لوېدیځ کې پوځي چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د پوځ یوه M17 ډوله چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.
هلمند کې د افغان پوځ یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې
سویل لوېدیځ کې پوځي چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د پوځ یوه M17 ډوله چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۱۰ میوند قول اردو وايي، دغه پېښه تېره شپه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

سرچینه زیاتوي، چورلکې د پوځي عملیاتو پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې او وروسته له منځه تللې.

دغه قول اردو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تر ناستې وروسته ټول سپاره کسان په خوندي توګه ژغورل شوي دي او هېچا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

افغان ځواکونو دغه عملیات بریالي بللي او په کې یې د کابو ۳۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکو نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات باندې ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي