د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت وايي، جنرال محمدي او ورسره پلاوی نن سه شنبې د زمري ۵ مه بلخ ولایت ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، بلخ ته د ښاغلي محمدي د سفر موخه د دغه ولایت امنیتي وضعیت ارزول دي.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې جنرال محمدي تر دې وړاندې هم خینو ولایتونو ته سفرونه کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل