۰
انتوني بلېنکن:

که طالبان په زور واک ته ورسېږي، افغانستان به یو مردود دولت شي

پنجشنبه ۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړي، چې که وسله وال طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، نو په هغه صورت کې به افغانستان یو مردود دولت شي.
که طالبان په زور واک ته ورسېږي، افغانستان به یو مردود دولت شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړي، چې که وسله وال طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، نو په هغه صورت کې به افغانستان یو مردود دولت شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انتوني بلېنکن دغه څرګندونې په نوي ډیلي کې د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او افغان حکومت او طالبان باید د مذاکراتو میز ته کېني او سیاسي توافق وکړي.

دی وايي، هند او امریکا موافقه لري، چې د افغانستان هر راتلونکى حکومت باید ټولشموله وي، د افغانانو استازولي وکړي، او بالاخره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهير وي.

خو خبرداری یې ورکړ، چې که طالبان د زور له لارې واک ته ورسېږي، نو افغانستان به یو مردود او نه منل کېدونکی دولت شي.

بلېنکن و ویل«طالبان وایي چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندنې هڅه کوي او دوی د افغانستان لپاره د نړۍ ملاتړ غواړي. ښایي دوی غواړي چې مشران یې وکړای شي چې نړۍ ته ازاد سفر وکړي او بندیزونه پرې لرې شي په زور په هېواد برلاسي کېدل او د هېواد د وګړو د حقونو نه سرغړونه هغه لار نه ده چې دغه اهداف ترلاسه شي.»

هغه په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې دغه تاوتریخوالی د افغانستان د راتلونکې لباره ښه نښه نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې امریکا او هندوستان به د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره خپلې ګډې حياتي رول جاري وساتي.

د هند او امریکا ژمنه:

بل خوا دی وايي، له خپل هندي سیال جي شنکر سره یې ژمنه وکړه، چې امریکا او هند به خپل امنیتي مشارکت لا پراخوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرخبریالانو ته وویل، د امریکا او هند اړیکي د اهمیت له پلوه په نړۍ کې بې ساري دي.

ده زیاته کړه چې امریکا او هند به د افغانانو د لاسته راوړنو د خوندیتوب او په سیمه کې د ثبات لپاره خپلو هڅو ته له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ادامه ورکوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر بیا وویل چې نړیواله ټولنه یو خپلواک، ډموکراتیک او باثباته افغانستان غواړي چې له ګاونډیانو سره په سوله کې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي