۰

خوست کې له ۳۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۹ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۴
سویل ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، خوست ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
خوست کې له ۳۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سویل ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، خوست ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۳ تندر قول اردو ویلي، دغه پېښه پرون جمعه د زمري ۸ مه مازیګر مهال په یعقوبیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول اېمل خان مومند په یوه غږیز پیغام کې ویلي، طالبانو پرون مازیګر مهال په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز برید وکړ.

دی وايي، د دغه مرکز سره نېږدې د ملکي وګړو له خوا د ملي بیرغ د نمانځۍ مراسم هم و، چې د طالبانو له خوا پرې برید وشو.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.

د یعقوبیو ولسوال اکبر ځدراڼ هم پېښه تاییدوي وايي، په ټپیانو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي