د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، افغانان د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نیابتي سولې لوړه بیه پرې کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«د ډاکټر خلیلزاد د دوحې د تړون نتیجه! له بده مرغه، افغانان د ډاکټر خلیلزاد د ‘نيابتي سولې’ ډېره لوړه بيه ورکوي.»
نبیل په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وړاندې له دې یې هم، د خلیلزاد له خوا د سولې پروسه باندې نیوکې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل