۰

د طالبانو د جلب و جذب یو مسوول او دوه ماین جوړونکي نیول شوي

یکشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۹
ملي دفاع وزارت بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د جلب و جذب د یوه مسوول او دوه ماین جوړونکو د نیولو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د جلب و جذب یو مسوول او دوه ماین جوړونکي نیول شوي
ملي دفاع وزارت بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د جلب و جذب د یوه مسوول او دوه ماین جوړونکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت ویلي، دغه کسان پرون شنبې د زمري ۹ مه د بلخ کلدارې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

دفاع وزرات په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډویانو د کلدارې ولسوالۍ به اړوند سیمو کې چاڼیز عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د جلب و جذب مسوول ملا عبدالقادر له دوه تنه حرفوي ماین جوړونکو او یوه اندازه چاودېدونکو توکو سره یو ځای ونیول شول.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي