۰

په تېرو دریو ورځو کې ۱۴۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۸
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، تېرو دریو ورځو کې په هلمند او کندهار کې د جګړو له امله ۱۴۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېرو دریو ورځو کې ۱۴۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، تېرو دریو ورځو کې په هلمند او کندهار کې د جګړو له امله ۱۴۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما په تازه راپور کې ویلي، د هلمند د دریو ورځو په جګړو کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز راپور زیاتوي، چې کندهار کې بیا د جګړو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

یوناما وايي، دغه مرګ ژوبله د طالبانو په ځمکنیو عملیاتو او د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې ملکیانو ته اوښتې ده.

د دې تر څنګ په راپور کې ویل شوي، چې د روانو جګړو له امله د هلمند او کندهار څخه زرګونه کورنۍ هم له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو استازولی د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشني ښودلې او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی، چې د ملکیانو د خوندي توب لپاره ډېر څه وکړي.

یوناما دا راپور پر داسې مهال خپروي، چې په هلمند او کندهار کې په دې وروستیو کې جګړو سخت زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي