۰

ناټو: د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ یو، لا ډېرې مرستې ورسره کوو

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۳۹
ناټو سازمان ویلي، دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او له دغه ځواکونو سره به لا ډېرې مرستې وکړي.
ناټو: د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ یو، لا ډېرې مرستې ورسره کوو
ناټو سازمان ویلي، دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او له دغه ځواکونو سره به لا ډېرې مرستې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو ویاندې اونا لانګسکو په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې ناټو به افغان پوځ ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړې ټینګار کړي، چې افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او روغتیايي توکي استوي او په دې برخه کې به یې همکارۍ دوامداره وي.

د ناټو ویاندې زیاته کړې، چې د روان کال له پیله تر دې دمه ناټو د اویا میلیونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او روغتیایي توکي افغان پوځ ته لېږلي دي.

یاد سازمان تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي او ترهګرۍ ضد جګړه کې ددوی تر څنګ ولاړ دي.

ناټو پر داسې مهال له افغان ځواکونو سره د لا ډېرو مرستو ډاډ ورکوي، چې له یوې خوا په افغانستان کې جګړو سخت زور اخیستی او له بلې خوا د سولې خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي