۰

اتمر او ویلسن د طالبانو د بریدونو د بندېدو په اړه خبرې کړې

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۴
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.
اتمر او ویلسن د طالبانو د بریدونو د بندېدو په اړه خبرې کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او ویلسن لیدنه پرون سه شنبې د زمري ۱۹ مه شوې او دواړو په کې پر ښارونو د وسله والو طالبانو د بریدونو د سملاسي بندېدو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، محمد حنیف اتمر او راس وېلسن پرون پر ښارونو د طالبانو د حملو د بندېدو تر څنګ د سولې پروسې پر تحولاتو هم خبرې وکړې.

سرچینه وايي، ښاغلي وېلسن په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه وښوده او ډاډ یې ورکړ چې واشنګټن به د تاوتریخوالي کمېدو او د پایداره سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

اتمر او ویلسن پر داسې مهال د طالبانو د بریدونو بندېدو په اړه غږېږي، چې طالبانو په دې وروستیو څو ورځو کې د بغلان، تخار، سرپل، سمنګان، جوزجان، نیمروز، بدخشان او فراه ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي