۰

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان جنوب کې روغتیايي خدمات محدود شوي

دوشنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۸
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په جنوب کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاس رسی محدود شوی دی.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان جنوب کې روغتیايي خدمات محدود شوي
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په جنوب کې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاس رسی محدود شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د روغتیا برخې په اونیز راپور کې ویل شوي، د اګست له ۲۳ مې تر ۲۹ مې د افغانستان په جنوب کې روغتیايي خدمات محدود شوي دي.

دغه راز په راپور کې زیاته شوې، چې د افغانستان په شمال کې ۵۲۹۸۳ کسانو سره بشري مرستې شوې او ۴۹۰ تنه نور د جګړو له امله د مرستې وړ پېژندل شوي دي.

په ورته وخت د ملګرو ملتونو د روغتیايي برخې مسوولین وايي، دوی د افغانستان په ختیځ کې هم د اړمنو کسانو ارزونه پیل کړې، چې لا هم دوام لري.
 
راپور کې زیاته شوې، چې د افغانستان په لوېدیځ کې بیا امنیت نسبتآ ښه دی خو بیا هم په دې حوزه کې ځینې جنايي پېښې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي