د طالبانو په لاس د کابل تر نیول کېدو وروسته د متحده عربي اماراتو له خوا په سوونو ټنه خوراکي مواد، درمل او نور توکي افغانستان ته ورکړل شوي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جي اې اې سيGAAC د کمپنۍ سیمه ییز مشر ابراهیم معروفي ویلي، د سېپټمبر له درېیمې راهیسې د متحده عربي اماراتو حکومت افغانستان ته د مرستو رسولو یو هوایي دهلېز پرانستی او تر اوسه یې په ۱۱ الوتنو کې ۲۵۵ ټنه خوراکي مواد او روغتیایي توکي دې هېواد ته لېږدولي دي.
د راپور له مخې په دغو مرستو کې د غوایي غوښه، وچې شیدې، د پخلي غوړ او روغتیایي توکي شامل دي.
په متحده عربي اماراتو کې مېشته دغه کمپنۍ د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوومبر له میاشتې راهیسې د کابل هوایي ډګر کې د بارونو د انتقال او امنیت چارې پر مخ وړي.
جهورخبري آژانس:کابل