۰

جرمني ۲۶۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې

چهارشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۳۴
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ۲۶۰۰ افغانانو لپاره چې اوس اوس دې هېواد ته کډه شوي، د استوګنې ویزې ورکړي دي.
جرمني ۲۶۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ۲۶۰۰ افغانانو لپاره چې اوس اوس دې هېواد ته کډه شوي، د استوګنې ویزې ورکړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت یوه ویاند ویلي، حکومت په دې اړه پرون چهارشنبې د وږي ۲۳ مه د بهرنیو چارو وزارت ټولو دفترونو ته رسمي خبر ورکړ.

په دې ډله کې د بشري حقونو فعالان، هنرمندان، پوهان، ژورنالېستان او نور هغه خلک شامل دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

جرمني به د دې کسانو مېرمنو یا مېړونو او ماشومانو ته هم د استوګنې لپاره ویزې ورکوي او دوی به مجبوره نه وي چې د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي