۰

دیبورا لاینز: یو ټولشموله حکومت کولی شي د نړیوالو مرستې جلب کړي

یکشنبه ۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۱
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینز له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.
دیبورا لاینز: یو ټولشموله حکومت کولی شي د نړیوالو مرستې جلب کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینز له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي او مېرمن لاینز لیدنه نن یکشنبې د تلې ۴ مه شوې او دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په خپلو خبرو کې د افغانستان د خلکو سره د ملګروملتونو د مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، دغه سازمان هڅه کوي، له افغانانو سره مرستې جاري وساتي.

دغه راز نوموړې ټینګار کړي، چې یو ټول شموله دولت چې وکولی شي له سیمې او نړۍ سره په پراخه کچه کار وکړي، په ښه توګه کولی شي، پرمختګ او پراختیا رامنځ ته کړي.

مېرمن لاینز پر داسې مهال د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت سرپرسته کابینه ټاکلې او وايي، دغه کابینه ټول شموله ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي