۰

د کندوز  برید ته نړیوال غبرګونونه: لا هم افغانستان کې اقلیتونو ته ګواښ متوجه دی

شنبی ۱۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۲
په کندوز ولایت د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګي برید په نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي او دا یې یو ښکاره بشري جنایت بللی دی.
د کندوز  برید ته نړیوال غبرګونونه: لا هم افغانستان کې اقلیتونو ته ګواښ متوجه دی
په کندوز ولایت د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګي برید په نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي او دا یې یو ښکاره بشري جنایت بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه برید کې چې پرون جمعه وشو په کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست.

د بشري حقونو د څار سازمان دا برید په کلکه غندلی او وايي نړیوال باید نور چوپه خوله پاتې نه شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا ګاسمن ویلي، دا بریدونه ښيي چې د افغانستان اقلیتونو په تېره شیعه ګانو ته ګواښ متوجه دی.

د هغې په وینا د کندز د ګذرِ سیداباد په جومات کې بوږنوونکې چاودنه ښيي چې د افغانانو ژوند څومره له خطر سره مخامخ دی.

په ورته وخت په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم د کندز د برید په اړه په یوه بیان کې د دې برید د درنو تلفاتو له کبله سخت خپګان ښودلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا د یوې اونۍ په ترڅ کې پر مذهبي مراسمو درېیم برید دی، چې تر سره کېږي.

همدارنګه پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په کلکه غندلى او ياد بريد يې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللى.

د یادونې ده، د دغه برید مسوولیت داعش اخیستی او ویلي یې دي چې بریدګر د چین د ایغور مسلمانانو څخه وو.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې حملې په اړه به هر اړخیز تحقیقات وشي او عاملانو ته به یې تر ټولو سخته سزا ورکړل شي.

باید و ویل شي، چې په دغه برید کې ۵۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډیر ټپيان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي