۱

هسپانیا له افغانستانه د تخلیې تازه بهیر پیل کړی دی

دوشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۹
 هسپانیه وایي د هغو افغانانو او د هغوي د کورنیو د ایستلو د تخلیې بهیر یې پیل کړی چې د دې هېواد سره یې کار کړی.
هسپانیا له افغانستانه د تخلیې تازه بهیر پیل کړی دی
 هسپانیه وایي د هغو افغانانو او د هغوي د کورنیو د ایستلو د تخلیې بهیر یې پیل کړی چې د دې هېواد سره یې کار کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هسپانیې د دفاع وزارت پرون یکشنبې د تلې ۱۸ مه ویلي، په دې ماموریت کې د هېواد د بهرنیو چارو د وزارت سره په ګډه کار کوي.

د هسپانیې د دفاع وزیرې مارګریتا روبیلز زیاته کړې، د هغو کسانو د ایستلو ماموریت پیل شو چې د هسپانیا سره یې کار کړی دی.

نوموړې ویلي«هسپانیه هېڅوک تر شا نه پرېږدي.»

که څه هم د دفاع وزارت نور جزیات نه دي ورکړي، خو د دغه هېواد خبري آژانس وايي، هسپانیا پلان لري، څه باندې ۲ سوه افغانان د پاکستان له لارې راوباسي.

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر هوزې آلبریس پاکستان او قطر ته تللی و او د افغانانو د ایستلو په هکله یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي