۰

یوه اندونیزیايي خیره بنسټ له افغانستان سره ۷ لکه ډالر مرسته وکړه

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۹
د اندونیزیا طاهر خیره بنسټ له افغانستان سره ۱۰ میلیارډه اندونیزیايي روپیه وړیا مرسته کړې، چې اړمنو کسانو ته ورسول شي.
یوه اندونیزیايي خیره بنسټ له افغانستان سره ۷ لکه ډالر مرسته وکړه
د اندونیزیا طاهر خیره بنسټ له افغانستان سره ۱۰ میلیارډه اندونیزیايي روپیه وړیا مرسته کړې، چې اړمنو کسانو ته ورسول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې پیسې چې ۷ لکه امریکايي ډالره کېږي د یونیسف له لارې به د افغانستان په لري پرتو سیمو کې د ګرځنده ټېمونو له لارې اړمنو ښځو او ماشومانو ته روغتیايي او خوراکي توکي ورسول شي.
 
د طاهر خیره بنسټ مشر دغه مالي مرسته په اندونیزیا کې د یونیسف استازې دبورا کامیني ته وسپارله.
 
طاهر خیره بنسټ غواړي په افغانستان کې اړمنو ښځو او ماشومانو ته بشري مرستې ورسوي.
 
یونیسف په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د طاهر خیره بنسټ له مرستې مننه کړې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي