۰

یونیسف: ۳ میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۹
د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، تر درې میلیونه پورې افغان ماشومان سمدستي له سختې خوارځواکۍ کړیږي.
یونیسف: ۳ میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، تر درې میلیونه پورې افغان ماشومان سمدستي له سختې خوارځواکۍ کړیږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونیسف په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، یو میلیون نور افغان ماشومان له مرګ سره لاس و پنجې نرموي او عاجلې درملنې ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې له نړیوالو غوښتل شوي، چې ټول افغانستان او په ځانګړي ډول ماشومانو ته یې عاجله پاملرنه وکړي، کنه ستره بشري فاجعه به په دغه هېواد کې رامنځته شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې نورو نړيوالو بنسټونو او بشرپاله ادارو هم په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورين د لا شدت په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه کړې، چې افغانان دې د دغه وضعيت پر وړاندې حمایه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي