۰

امیرخان متقي قطر کې د چین له سفیر سره لیدلي دي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۱
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په قطر کې د چین له سفیر شاو ژیان او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.
امیرخان متقي قطر کې د چین له سفیر سره لیدلي دي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په قطر کې د چین له سفیر شاو ژیان او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او چینايي پلاوي لیدنه پرون چهارشنبې تلې ۲۱ مه د قطر د چین د خلکو جمهوریت د افغانستان د خلکو اجتماعي ارادې ته احترام لري او ملاتړ يې کوي.

چینايي پلاوي په خپلو خبرو کې ټینګارک ړی، چې هېڅوک بايد د افغانستان په داخلي چاروکې مداخله ونه کړي او یو هېواد په بل هېواد د خپلې خوښې نظام ونه تپي.

په ورته وخت ښاغلي متقي د چینايي پلاوي مننه کړې ویلي یې اسلامي امارت د چین په ګډون د ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي.

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، هیله لري، چې چین په افغانستان کې په بشري مرستو رسولو او بیارغونې کې پوره ونډه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي