۰

کونړ کې چاودنه: د شیګل امنیه قوماندان یې وژلی او ۱۲ تنه ټپیان دي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۶
سیمه ییز روغتیايي کارکوونکي او عیني شاهدان وايي، کونړ کې پر طالبانو چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې چاودنه: د شیګل امنیه قوماندان یې وژلی او ۱۲ تنه ټپیان دي
سیمه ییز روغتیايي کارکوونکي او عیني شاهدان وايي، کونړ کې پر طالبانو چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عیني شاهدانو ویلي، دغه چاودنه نن پنشنبې د تلې ۲۲ مه سهار ۱۰:۳۰ بجې د مرکز اسعدآباد ښار اړوند د کرهالي پله په سیمه کې شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا چاودنه د طالبانو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې په رنجر کې ناست کسان ټپیان شوي، خو د ټپیانو د کره شمېر په اړه معلومات نه لري.

په ورته وخت کې د اسعدآباد د روغتون یو تن ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د چاودنې له ځایه دوی ته ۱۲ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

د دې ډاکتر په وینا په ټپیانو کې پنځه تنه وسله وال طالبان او ۷ نور یې هم ملکي وګړي دي.

دغه سرچینې دا هم ویلي، چې په چاودنه کې د شیګل ولسوالۍ امنیه قوماندان هم وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی او نه هم اسلامي امارت په دې اړه څه ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي