۰

سي اېن اېن: امریکا له افغانستان د تخلیې الوتنې لغوه کړې دي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۳
سي اېن اېن تلوېزیون خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د خپلو افغان همکارانو او خطر سره مخ کسانو د تخلیې الوتنې لغوه کړې دي.
سي اېن اېن: امریکا له افغانستان د تخلیې الوتنې لغوه کړې دي
سي اېن اېن تلوېزیون خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د خپلو افغان همکارانو او خطر سره مخ کسانو د تخلیې الوتنې لغوه کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سي اېن اېن دغه خبر نن پنشنبې د تلې ۲۲ مه د عاجل خبر په توګه ورکړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د امریکا د دې پرېکړې دلیل نه دی روښانه او معلومه هم نه ده، چې ولې یې دا پرېکړه کړې ده.

امریکا دا پرېکړه پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ یې له افغانستان څخه د تخلیې بهیر لپاره د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې یو ځانګړی استازی وټاکه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي