۰

رحمت الله اندړ: پاکستان دا ځل داعش د افغانستان پر وړاندې کاروي

شنبی ۲۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۳
د افغانستان د مخکني حکومت د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، پاکستان دا ځل داعش ترهګره ډله د افغانستان پر وړاندې کاروي.
رحمت الله اندړ: پاکستان دا ځل داعش د افغانستان پر وړاندې کاروي
د افغانستان د مخکني حکومت د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، پاکستان دا ځل داعش ترهګره ډله د افغانستان پر وړاندې کاروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اندړ په کندهار کې پرون د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې خونړي برید ته په اشارې ویلی، د عبادت پر ځايونو بريد په هېڅ دين او کولتور کې جواز نه لري.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دلته هره افراطي ډله يوه تر بلې بدتره وي او د ټولو ريښه په پاکستان کې وي.

اندړ ټینګار کړی، چې د نورو افراطي ډلو په څېر به د داعش ډله هم په ښکاره له پاکستانه تمويلېږي، پټنځايونه او روزنځايونه به يې هم هلته وي او نړۍ به يې ننداره کوي.

د یادونې ده، چې پرون جمعه د تلې ۲۳ مه د کندهار ښار د امام بارګاه په سیمه کې د فاطمیه په نوم د اهل تشیع په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال درې ځانمرګي بریدونه وشول.

عیني شاهدان وايي، بریدګرو لومړی د جومات ساتونکي په ډزو وژلې او وروسته یې په جومات کې ځانونو ته چاودنه ورکړې ده.

ویل کېږي په دغه برید کې تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دي.

دغه برید د افغانستان د اسلامي امارت او نړیوالو له خوا په کلکه غندل شوی او دا یې یو ښکاره بشري جنایت بللی دی.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې تېره اوونۍ په کندوز کې هم په ورته یوه برید کې تر ۵۰ پورې لمونځ کوونکي و وژل شول او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شول.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا دوهم خونړی برید دی، چې په افغانستان کې رامنځ ته کېږي او مسوولیت یې داعش ډله پر غاړه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي