۰

هند افغانانو ته ۷۲۴ تحصلي بورسونه ورکړي دي

سی شنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۶
هند کې د افغانستان د مخکني حکومت سفیر فرید ماموندوزی وايي، په دغه هېواد کې د فارغ التحصیله افغانانو لپاره یې ۷۲۴ بورسونه اخیستي دي.
هند افغانانو ته ۷۲۴ تحصلي بورسونه ورکړي دي
هند کې د افغانستان د مخکني حکومت سفیر فرید ماموندوزی وايي، په دغه هېواد کې د فارغ التحصیله افغانانو لپاره یې ۷۲۴ بورسونه اخیستي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي نن سه شنبې د کب ۱۰ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په هند کې تر فراغت وروسته د یادو افغانانو برخلیک معلوم نه وو.

نوموړي زیاته کړې«څوک چې له کالج څخه فارغ دي هغوۍ، به پوهنتونونه شروع کړي، چا چې پوهنتون ختم کړی هغوۍ، به ماستري شروع کړي او چا چې ماستري ختمه کړه هغوۍ، به لخیره دوکتورا پیل کړي.

 ښاغلي ماموندزي ویلي چې د هغو افغان محصلینو د ستونزو د هواري په هدف یې هم هڅې پيل کړي چې د هند د وېزو د صدور له امله دغه هیواد ته نشي تللی.

هغه ویلي چې هندي چارواکو د راتلوونکو دوو میاشتو په جریان کې د یادو ستونزې د هواري ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې مامندوزي ویلي، د هند ځینو پوهنتونونو هم ډاډ ورکړی چې د افغان محصلینو په بیرته راتګ سره به د اختصاصي صنفونو د همکارۍ یوه کړنلاره را منځته کړي تر څو د محصلینو وخت تلف نشي.

د یادونې ده، چې د هند حکومت د تېر حکومت پر مهال افغان محصلینو ته هر کال په بېلابېلو برخو کې لسګونه بورسونه ورکول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي