۰

طالبانو د داعش په اړه د روسیې د ولسمشر پوتین خبرې رد کړې

یکشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۸
د افغانستان اسلامي امارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین هغه څرګندونې رد کړې، چې په افغانستان کې یې د داعش د موجودیت په اړه کړې دي.
طالبانو د داعش په اړه د روسیې د ولسمشر پوتین خبرې رد کړې
د افغانستان اسلامي امارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین هغه څرګندونې رد کړې، چې په افغانستان کې یې د داعش د موجودیت په اړه کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین وړمه ورځ ویلي وو، چې داعش جنیګالي له عراق او سوریې څخه افغانستان ته روان دي او غواړي هلته ځای پر ځای شي.

پوتین دا هم ویلي و، چې تر ۲ زره پورې داعش جنګیالي د افغانسان په شمال کې ځای پر ځای شوي او هڅه کوي، چې منځنۍ آسیا ته لار وکړي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې ‌د داعش تر څنګ ځ ازبکستان اسلامي غورځنګ، جماعت انصار الله، القاعده او نورې ترهګرې ډلې هم په دغو سيمو کې فعاله دي.

د پوتين د معلوماتو په اساس، يادې ډلې له منځنۍ اسيا سره د افغانستان په پولو کې حاضر دي او د قومي او مذهبي نښتو د‌ رواجولو هڅې کوي.

خو د طالبانو یوه مرستیال ویاند بلال کریمي افغانستان ته له سوریې او عراق څخه د داعش وسله والو راتګ واقعيت نه لري.

د هغه په وينا، ياده ډله دومره ځواکمنه نه ده، چې له هغو هېوادونو افغانستان ته راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي