د افغانستان یو پخوانی جهادي مشر او د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت لومړی وزیر انجینز احمد شاه احمدزی مړ شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځینې رسنیو او د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل د انجینر احمدزي مړینه تایید کړې، خو دا چې چېرته په اړه یې څه نه دي ویلي.
احمدزی، چې په لومړیو کې د عبدالرب سول سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي ګوند مرستیال وو د ۷۷ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی له ۱۹۹۵ څخه تر ۱۹۹۶ پورې د مجاهدینو د اسلامي دولت صدراعظم او په ۲۰۰۴ کې د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو څخه و.
احمدشاه احمدزی د ژوند په وروستیو کې له سیاف څخه لاره جلا کړې وه او د یوه بل ګوند له جوړولو سره یې خپلو سیاسي هڅو ته دوام ورکاوه.
جمهورخبري آژانس:کابل