۰

ملابرادر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره لیدلي دي

یکشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۶
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برار د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي ټالګاټ کلیوف او په امریکا کې د قزاقستان له سفیر یرزان کاروخانوف سره لیدلي دي.
ملابرادر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره لیدلي دي
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برار د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي ټالګاټ کلیوف او په امریکا کې د قزاقستان له سفیر یرزان کاروخانوف سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي برارد او قزاقي استازو تر منځ لیدنه نن یکشنبې د تلې ۲۵ مه د ښاغلي برارد په دفتر کې شوې ده.

د امارت د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي امارت او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ راشه درشه ډېره شوې ده او پر مهمو اقتصادي موضوعاتو او دوه اړخیزو اړیکو یې یو بل سره بحثونه کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي