۰

ډېر ژر به له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو صادرات بیا پیل شي

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۳
د افغانستان د اسلامي امارت او چینايي استازو تر منځ د نورو مسایلو تر څنګ له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو د صادراتو پر بیا پیل خبرې اترې شوې دي.
ډېر ژر به له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو صادرات بیا پیل شي
د افغانستان د اسلامي امارت او چینايي استازو تر منځ د نورو مسایلو تر څنګ له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو د صادراتو پر بیا پیل خبرې اترې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې پرون یکشنبې د تلې ۲۶ مه ماښام مهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او کابل کې د چین د سفیر وانګ یو ترمنځ شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ پر راتلونکې ناستې هم موافقه وشوه.

بلخي زیاتوي، چې د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې ځای او نېټه به وروسته د دواړو لوریو ترمنځ نهايي شي.

نوموړی وايي، دغه راز په دې ناسته کې له افغانستانه و چین ته د جلغوزو صادراتو پر بیا پیل هم هر اړخیزه خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چنايي لوري ډاډ ورکړ، د جلغوزیو د صادراتو د بیا پیل لپاره به ټول شرایط برابر کړي او ډېر ژر به دغه صادرات بیا پیل شي.

دی وایي، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین له سفیر څخه مننه وکړه، چې د جلغوزو د صادراتو په تړاو هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي