د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۱ نړیوال جام شل اوریزه سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلېنډ څخه په خورا لوی توپیر وګټله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لوبه پرون دوشنبې د لړم ۳ مه ماښام د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د افغان ټیم له لوري د پچې یا ټاس په ګټلو سره پیل شوه.
افغان لوبډلې لومړی توپوهنه غوره کړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۹۰ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۹۱ منډو هدف کېښود.
په توپ وهنه کې نجیب الله ځدراڼ ۵۹، رحمن الله ګربز ۴۶ ، حضرت الله ځاځي ۴۴ او شهزاد محمدي بیا ۲۲ چټکې منډې وکړې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د سکاټلېنډ د پیل توپوهونکو ښه لوبه پیل کړه او داسې ښکارېده چې ځان هدف ته رسېدل غواړي، خو د لوبې په دویم اور کې د مجیب الرحمن په راتګ سره سکاټلېنډي لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.
سکاټلېنډ د لوبې په ۱۱ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۶۰ منډې کړې وې او لوبه یې د ۱۳۱ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.
په توپ اچونه کې مجیب الرحمن تر ټولو ښه وځېدلېده او د پنځو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
دغه راز د سکاټلېنډ ۴ نورې ویکټې بیا راشد خان او یوه یې هم نوین الحق واخیسته.
دا د ۲۰۲۱ شل اوریز کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لومړنۍ سیالي وه، چې په خپل نوم یې کړه.
د یادونې ده، چې افغانستان د راتلونکې جمعې په ورځ چې د لړم میاشتې ۷ نېټه کېږي افغان لوبډله له پاکستان سره لوبه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل