۰
اسلامي امارت:

په هېواد کې ټوله راکړه ورکړه باید پر افغانیو وي، خارجي اسعار بند دي

چهارشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خبرولو سره په ټول هېواد کې پر خارجي اسعارو راکړه ورکړه بنده کړې او وايي افغانۍ باید وکارول شي.
په هېواد کې ټوله راکړه ورکړه باید پر افغانیو وي، خارجي اسعار بند دي
د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خبرولو سره په ټول هېواد کې پر خارجي اسعارو راکړه ورکړه بنده کړې او وايي افغانۍ باید وکارول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه خبرپاڼه کې ویلي، په هېواد کې د بهرنۍ کرنسۍ په کارولو بشپړ بندیز دي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې په هېواد کې اقتصادي حالت او ملي ګټې ایجابوي چې ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ کرنسۍ وکاروي.

اسلامي امارت ټولو هیوادوالو، دکاندارانو، تجارانو کسبه کارانو او عامو خلکو ته لارښونه کړې، له دې وروسته به هر ډول راکړه ورکړه په افغانۍ ترسره کړي او د بهرنۍ کرنسۍ له کارولو څخه به په کلکه ډډه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنۍ کرنسۍ کارول د هېواد په اقتصاد منفي اغیز کوي او ټولو هېوادوالو ته يې زیان رسیږي.

د افغانستان اسلامي امارت خبرداری ورکړی، چې که څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ کېږي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي