۰

چین: هېڅ وخت لارې نه تړو له افغانستان سره به مو تګ راتګ دوام ولري

چهارشنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۳
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، هېواد به یې هېڅ وخت له افغانستان سره د تګ راتګ لارې بندې نه کړي.
چین: هېڅ وخت لارې نه تړو له افغانستان سره به مو تګ راتګ دوام ولري
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، هېواد به یې هېڅ وخت له افغانستان سره د تګ راتګ لارې بندې نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي يي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دوحه کې یې له افغان لوري او او نړیوالې ټولنې له استازو سره کتلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې چین له افغانستان سوداګریزه او اقتصادي اړیکو ته دوام ورکوي او هېڅ کله به له دغه هېواد سره د تګ راتګ لارې بندې نه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړي، چې هېواد یې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دی او ژمنه کوي، چې سوداګریزه او اقتصادي اړیکو ته به دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، دوی غواړي د سوداګریزو او زراعتي توکو د لېږد لپاره په تګ راتګ کې لا ډېره اسانتیا هم رامنځ ته شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې تر خپلې وسې له اړمنو افغانانو سره مرسته کوي او تمه لري چې نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي