۰

سور صلیب: له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

سی شنبه ۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۸
د سره صلیب نړیوالې کمېتې عملیاتي مشر ډامینیک سټېل د اسلامي امارت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.
سور صلیب: له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو
د سره صلیب نړیوالې کمېتې عملیاتي مشر ډامینیک سټېل د اسلامي امارت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر وضعیت په ځانګړي ډول په اقتصادي حالت او بشري مرستو خبرې کړې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه لیدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر ډاډ ورکړ، چې له افغانستان به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، دوی د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او سرې میاشتې کمېټې سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې ده او هڅه کوي خپلې بشردوستانه مرستې لا ډېرې کړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي تمه لري چې وکړی شي چې له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې اړینه همکاري ولري.

په ورته وخت کې مولوي عبدالکبیر هم د سره صلیب له مرستو مننه کړې او د دې مرستو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي