۰

اوچا له افغانانو سره د مرستو لپاره کابو ۶ سوه میلیون ډالر راټول کړي

چهارشنبه ۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۴
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې یې د بشر دوستانه مرستو لپاره شاوخوا ۶ سوه میلیون ډالر راټول کړي دي.
اوچا له افغانانو سره د مرستو لپاره کابو ۶ سوه میلیون ډالر راټول کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې یې د بشر دوستانه مرستو لپاره شاوخوا ۶ سوه میلیون ډالر راټول کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په تازه معلوماتو کې ټینګار کړي، چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او هڅه کوي، پر وخت اړمنو کسانو ته خپلې مرستې ورسوي.

دغه اداره وايي، دوی دمګړی ټولټال ۶۰۰ میلیونه ډالر د بشردوستانه مرستو لپاره راټول کړي دي چې د روان میلادي کال تر پایه به یې مرستې اړمنو ته ورسېږي.

اوچا زیاتوي چې په افغانستان کې د بانکي سیستم ستونزو دوی ته د مرستو رسونې په برخه کې خنډونه جوړ کړي خو هڅه کوي له بدیلو لارو کار واخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې زیاته کړې، چې په دې پیسو به شاوخوا یوولس میلیونه اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د مخکنیو راپورونو پر اساس افغانستان کې دا مهال له ۲۳ میلیونه زیات وګړي له لوږې سره مخ دي، چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي