د اروپایي کمیسیون رییسې اورسولا فون درلاین وايي، په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ او بشري بحران مخنیوي اړین دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې ټینګار کړي، چې اروپايي ټولنه به په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او دغه هېواد ته د بشري مرستو د دوام ملاتړ وکړي.
مېرمن درلاین وايي، که څه هم دوی به په افغانستان کې رامنځته شوی نظام په رسمیت ونه پېژني، خو د بشري بحران مخنیوي برخه کې به خپلې هڅې دوامداره وساتي.
نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی د اروپایي ټولنې او امریکایي پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.
د دوی د مذاکراتو اجنډا د افغانستان د ملي پانګې خلاصون، د اقتصادي بحران مخنیوی او افغانستان ته د بشري مرستو دوام بلل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل