۰

متقي د افغانستان لپاره د برېتانیا له شارژدافیر سره لیدلي

دوشنبه ۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۲
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او ورسره پلاوي د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر مارټن لونګډن سره کتلي دي.
متقي د افغانستان لپاره د برېتانیا له شارژدافیر سره لیدلي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او ورسره پلاوي د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر مارټن لونګډن سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو تر منځ دغه لیدنه په دوحه کې شوې او د افغانستان بشري، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو باندي يې خبرې  وکړې.

افغان لوري د امنيت ډاډ ورکړ او ویې ويل چې د افغانستان له نړیوالو سره مثبت اړیکي غواړي او همدارنګ غوښتنه وشوه چې د روغتیا په برخه کې بايد شفافې او عاجلې مرستي وشې.

په پاي کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې داسې خبرو اترو ته به دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي