۰

د ایکو سازمان غړي هېوادونه: له افغانستان سره باید مرستې وشي

دوشنبه ۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۵
د ایکو سازمان غړو هېوادونو په ۱۵ مه کلنۍ ناسته کې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو په دوام ټينګار کړی او خبرداری یې ورکړی، که له دغه هېواد سره مرستې ونه شي، بشري ناورین به رامنځ ته شي.
د ایکو سازمان غړي هېوادونه: له افغانستان سره باید مرستې وشي
د ایکو سازمان غړو هېوادونو په ۱۵ مه کلنۍ ناسته کې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو په دوام ټينګار کړی او خبرداری یې ورکړی، که له دغه هېواد سره مرستې ونه شي، بشري ناورین به رامنځ ته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایکو سازمان غونډه پرون یکشنبې د لیندۍ ۷ مه د ترکمستان په کوربتوب تر سره شوه چې په کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

دوی په دغه ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې کړې او ډاډ یې څرګند کړي، چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي.

د ایکو سازمان غړو هېوادونو ټینګار کړی چې نړیوال هم باید د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې ولسمشرانو ګډون کړی و.

د ایران ولسمشر ویلي، افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او دوی تر خپلې وسې له دغه هېواد سره مرسته کړې ده.

ترکیه بیا ویلي، له افغانستان د کډوالو ور روانې څپې اندېښمن کړي دي او تمه لري چې نړیوال له افغانستان سره مرسته وکړي او په دې توګه د کډوالۍ روانه څپه ودروي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي که له دغه هېواد سره مرسته ونه شي، نو د ژمي په رارسېدو سره به دغلته یو بشري ناورین رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي