د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چې سعودي عربستان هم په کابل کې خپل سفارت پرانیست او پر فعالیت یې پیل وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بخلي وايي، پرون سه شنبې د لیندۍ ۹ مه د سعودي عربستان ۱۴ کسیزه پلاوی کابل ته راغلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پرسونل په خپل سفارت کې قونسلي خدمات افغان ولس ته پیل کړ او سفارت یې پرانسته.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د سعودي عربستان د دغه نېک اقدام هرکلی کوي او د ښو اړیکو پیلامه یې بولي.
جمهورخبري آژانس:کابل