۰

افغانستان کې ۸ لکه ماشومان سرپناه نه لري

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۹
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا سېف دې چلډرن وايي، د سخت ژمني په پیل سره افغانستان کې ۸ میلیونه ماشومان داسې دي، چې سمه سرپناه نه لري.
افغانستان کې ۸ لکه ماشومان سرپناه نه لري
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا سېف دې چلډرن وايي، د سخت ژمني په پیل سره افغانستان کې ۸ میلیونه ماشومان داسې دي، چې سمه سرپناه نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې د یوې سروې پر اساس ویلي، ۶ لکه ماشومان په موقتي خېمو کې اوسي، چې پلاستیکي دي او د باران، واورې او منفي صفر درجې هوا په وړاندې په کې ژوند نه شي کېدای.

سرچینه زیاتوي، پر دې سربېره ۸ ملیونه او ۶ لکه افغان ماشومان په داسې کورونیو کې اوسي چې کافي کمپلې یا بړستنې نه لري او ۳ ملیونه نور ماشومان د تودولو کافي وسایل نه لري.

په افغانستان کې د سېبف دي چلدرین سیمه ییز رييس توماس هاویلز ویلي، افغانستان په خپل ثبت کړي تاریخ کې تر ټولو بده لوږه تجربه کوي.

توماس هاویلز خبرداری ورکړی، چې دا ژمی به ملیونونه ماشومان سړې شپې په تش نس سبا کوي او له لوږې د ماشومانو د مړینو بوږنوونکي خبرونه باید زموږ ټولو د خجالت سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي