۰

د طالبانو د لیکو د چاڼ کمېسیون، د بهرنیو استخباراتو د نفودي کسانو شتون نه ردوي

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۸
د طالبانو د لیکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطيف الله حکیمي وايي، خپلو لیکو کې د بهرنيو استخباراتي شبکو د نفوذي کسانو موجوديت نه شي ردولی.
د طالبانو د لیکو د چاڼ کمېسیون، د بهرنیو استخباراتو د نفودي کسانو شتون نه ردوي
د طالبانو د لیکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطيف الله حکیمي وايي، خپلو لیکو کې د بهرنيو استخباراتي شبکو د نفوذي کسانو موجوديت نه شي ردولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکیمي په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو راهیسې مختلفو استخباراتي شبکو حضور درلود او د دې امکان شته چې دغه شبکو د دوی لیکو ته هم نفود کړی وي.

خو ټینګار کوي، چې د دوی کمېسیون له بشپړو صلاحیتونو برخمن دي او فعالیتونه یې په جدي ډول روان دي تر څو خپلې لیکې پاکې کړي.

ښاغلي حکیمي وايي، دوی د لیکو د تصفیې لپاره په ټولو ولایتونو کې دفترونه پرانیستي او د هغو کسانو د چاڼ لپاره جدي او عاجل ګامونه اخستل کېږي، چې د طالب په جامه کې د اسلامي امارت د اصولو خلاف عمل کوي.

نوموړي په دې برخه کې د سلګونو هغو کسانو د تشخيص خبر ورکړ، چې د غلطیو له تشخيص وروسته د طالبانو له لیکو څخه ایستل شوي دي.

د طالبانو د لیکو د تصفيې د کمېسيون مشر په ځانګړي ډول د هغو کسانو يادونه کوي، چې له داعش ډلې سره د تړاو موضوع پرې ثابتېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي