۰
خلیلزاد:

که نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي، ستره بیه به پرې کړي

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې که نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي، نو تر ټولو ستره بیه به پرې کړي.
که نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي، ستره بیه به پرې کړي
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې که نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي، نو تر ټولو ستره بیه به پرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه مرکه کې ټینګار کړی، چې که چېرې افغانستان یو ځل بیا سقوط وکړي نو مسوولیت به یې د هغوی پر غاړه وي، چې له طالبانو سره تعامل ته غاړه نه ږدي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې ولسمشر جوبایډن هم د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څېر نه غوښتل له افغانستانه د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې وتړي.

خلیلزاد په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی دی او ټینګار یې کړی، چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې یوازینۍ لار له طالبانو سره تعامل دی او که داسې ونه شي نو تر دې د بد وضعیت تجربه هم له امکانه لرې نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي