۰

طالبانو د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي لپاره ځانګړی ځواک جوړوي

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۴
د افغانستان کرنې وزارت په پام کې لري، چې د ځنګلونو د غیر قانوني پرېکولو مخنیوي په هدف ۴۵۰ کسیزه رامنځ ته کړي.
طالبانو د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي لپاره ځانګړی ځواک جوړوي
د افغانستان کرنې وزارت په پام کې لري، چې د ځنګلونو د غیر قانوني پرېکولو مخنیوي په هدف ۴۵۰ کسیزه رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قطعه (زرغونه قطعه) نومېږي او دنده به یې یوازې د ځنګلونو د غیرقانوني وهلو څخه مخنیوی وي.

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن دوشنبه د لیندۍ ۱۵ مه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، له یادې قطعې څخه ۱۰۰ تنه یې په کابل او پاتې کسان یې په کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، نورستان، پکتیا او پکتیکا کې ځای پر ځای پرځای کېږي.
 
د یادونې ده، چې د افغانستان پر ۱.۷۸۱ هکتاره ځمکه ځنګلونه، ۳۰.۱ میلیون هکتاره ځمکه باندې څړ ځایونه او د هېواد په ۴.۵ سلنه ځمکه باندي ساتل شوي سیمې او ملي پارکونه شتون لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي