د افغانستان د اسلامي امارت کابینې د محافظت عامه تصدۍ د بېرته فعالېدو او دغه راز د شاه عروس اوبو بند د تکمیلېدو پرېکړه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابینې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۵ مه په خپله غونډه کې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته دې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د محافظت عامه تصدي بېرته فعاله شي.
سرچینې ټينګار کړي، چې د وزارتونو، ریاستونو، عامه تاسیساتو او په ولایتونو کې د حکومتي ادارو د ساتنې مسوولیت دې د همدې ادارې له لوري ترسره کېږي.
په ورته وخت کې د اوبو او برښنا وزارت ته دنده سپارل شوې څو د شاه او عروس بند چارو د تکمیل لپاره دې عاجل اقدامات ترسره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل