۰
حامد کرزی:

طالبان باید د یوه واقعیت په توګه ومنل شي او نړۍ ورسره تعامل وکړي

شنبی ۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۸
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ټينګار کړی، چې نړۍ باید طالبان د یوه واقعیت په توګه ومني او ورسره تعامل وکړي.
طالبان باید د یوه واقعیت په توګه ومنل شي او نړۍ ورسره تعامل وکړي
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ټينګار کړی، چې نړۍ باید طالبان د یوه واقعیت په توګه ومني او ورسره تعامل وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، په تېر کې ټولو ښکېلو لورو ظلمونه کړي دي خو اوس د دې وخت دی، چې طالبان د یوه واقعیت په توګه ومنل شي او نړۍ ورسره تعامل وکړي.

ښاغلي کرزي له سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي« دا چې تېرو وختونو کې ټولو لورو عام افغانان ځورولي نو له همدې امله یې په تېر کې طا لبانو ته د ورونو خطاب وکړ، څو افغانان نور د پردیو جګړو قرباني نه شي.»

 نوموړی زیاته کړې، چې دی او ډاکټر عبدالله عبدالله، د طالبانو له چارواکو سره لیدنې کتنې لري او اوس د دې وخت دی چې طالبان هم هغو افغانانو سره اړیکې ونیسي چې د مختلفو دلایلو له امله له هیواده وتلي دي.

پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره کار وکړي تر څو د میلیونونو خلکو د لوږې مخنیوی وشي.

حامد کرزی وایي، نړیواله ټولنه باید له اړمنو افغانانو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي او بې باورۍ ته د پای ټکی کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي