د افغانستان بانک چارواکي وایي، هڅه کوي د اې ټي اېم او پې او اېس اسانتیاوې او د موبایل په ذریعه بانکداري به بېرته فعاله کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد بانک ویاند محمد صابر مومند چې پرون یکشنبې د زمري ۱۹ په یوه غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له استازیو سره په غونډه کې د مالي خدمتونو د پراختیا او د پیسو د رایستلو د «ATM» ماشینونو د فعالولو په اړه خبرې وشوې.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان بانک یو ځل بیا هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې عادي حالاتو ته د بانکې سکتور د راګرځولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او ان شاء الله چې ډېر ژر به ښکاره پایلې ترلاسه شي.
د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو په رسېدو او د نړیوالو د مرستو له بندېدو سره د افغانستان اقتصاد اغېزمن شوی او مالي سیسټم تر فشار لاندې دی.
جمهورخبري آژانس:کابل