۰

روسیې د مقاومت جبهې ته د وسلو د ورکړې راپورونه رد کړل

سی شنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۷
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې دغه هېواد په افغانستان کې د اسلامي امارت پر ضد د مقاومت جبهې ته وسلې ورکړې دي.
روسیې د مقاومت جبهې ته د وسلو د ورکړې راپورونه رد کړل
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې دغه هېواد په افغانستان کې د اسلامي امارت پر ضد د مقاومت جبهې ته وسلې ورکړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا وايي، دوی پر خواله رسنیو د هغو روسي کارپوهانو چې روسیه له امریکا ډاروي دا ادعاوې، چې ګنې روسیې د افغانستان په پنجشر ولایت کې د مقاومت جبهې ته وسلې ورکړې دي په کلکه ردوي.
 
ماریا زخرووا ټینګار کړی، چې روسیه په هېڅ صورت په افغانستان کې دې دښمنو ډلو تر منځ په وسله والو کولو کې هېڅ ګډون نه درلود او نه به یې هم ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې ښکېلو لورو ته د وسلو ورکړه د افغانستان له ثبات سره مرسته نه شي کولي، بلکې پرعکس د افغانانو تر منځ اختلافونه زیاتوي، چې کولی شي داخلي جګړې او قومي اختلافاتو جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي