۰

میرویس اشرف رسمآ د کرکټ بورډ رییس وټاکل شو

سی شنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۴
د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی میرویس اشرف په رسمي ټول د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو.
میرویس اشرف رسمآ د کرکټ بورډ رییس وټاکل شو
د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی میرویس اشرف په رسمي ټول د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې میرویس اشرف چې تر اوسه د سرپرست رییس په توګه کار کاوه، پرون دوشنبې د زمري ۲۷ مه د بورډ د غړو د رایو په ورکړې سره په رسمي ډول د کرکټ بورډ ریس وټاکل شو.
 
د یادونې ده، چې میرویس اشرف ځوان، د کرېکټ لوبغاړی او په انګریزي او ملي ژبو پوه ، تکړه او دروند انسان دی.

د ښاغلي اشرف ټاکنه په خواله رسنیو او دغه راز د یو شمېر افغان لوبغاړو له خوا هم ستایل شوې او تمه یې ښودلې، چې د ښاغلي اشرف په ټاکل کېدو سره به کرکټ بورډ کې د پام وړ اصلاحات او پرمختګونه راشي او ستونزې به حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي