۰
لاوروف:

مسکو او برلېن به په ګډه د افغانستان د ستونزو د حل هڅې وکړي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۶
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف وايي، مسکو او برلېن به په ګډه په افغانستان کې د شته ستونزو د هواري لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
مسکو او برلېن به په ګډه د افغانستان د ستونزو د حل هڅې وکړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف وايي، مسکو او برلېن به په ګډه په افغانستان کې د شته ستونزو د هواري لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د کلیدي مسائلو په اړه د روسیې او جرمني نظر یو دی.

نوموړي چې له خپل الماني سیال انالنا بربوک سره په یوه خبري ناسته کې وینا کوله ویلي، دواړه هېوادونه به په ګډه په افغانستان کې د شته وضعیت د ښه والي لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

لاوروف زیاته کړې، چې دوی به په دغه هېواد کې له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره توکو د قاچاق او د کډوالۍ بحران لا پراختیا مخنیوي لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د دغه هېواد د کلیدي مسائلو په اړه د روسیې او المان نظر مشترک دی او په دغه هېواد کې د اوسني وضعیت ښه والي لپاره به په ګډه کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي