د افغانستان اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې دوی د افغانستان اوبه ایران ته بېرته ورخوشي کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د کمال خان بند اوبه د دې بند لاندې سیمو اوسېدونکو په غوښتنه او د بزګرانو د ستونزو د حل په موخه خوشې شوې دي.
سرچینې ټینګار کړي، چې ایران ته د دغو اوبو د خوشې کولو په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري.
د یادونې ده چې وړاندې تر دې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي وو چې د افغانستان ا.ا سیمه ییزو چارواکو ایران ته د کمال خان بندر اوبه ورخوشې کړې دي.
باید و ویل شي، چې د کمال خان بند له جوړېدو سره سم ایران ته تلونکې اوبه را وګرځول شوې چې د ایراني چارواکو په ګډون یې په ایران کې پراخ غبرګونونه راوپارول او غوغاوې یې جوړې کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل